کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
دښار جوړولو دچارو وزارت په اداري فساد ددريو تنو تورنو نيول کيدل .
دبدخشان ولايت دشغنان ولسوالۍ دسرحدي پوليسو افسر سمونوال رجب محمد دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه درې تنه کله يې چې غوښتل دتاجکستان هيواد ته وتښتي .
دبدخشان ولايت په شغنان ولسوالۍ کې دافغانستان دسرحدي پوستو دمامورينو له خوا نيول شوي دي .
د ښار جوړولو دچارو وزارت دکور جوړولو دتصدۍ رييس احمد نواز بختيار ، داپارتمانونو دسمون مالي مسوول سيد امان الله سعادت او داپارتمانونو دسمون رييس محمد امين قانع ددغه وزارت له يوساتوونکي سره دلارښود په توګه نيول شوي دي .
دغه کسان دښار جوړولو دچارو وزارت دهغو شپږو تنو مقاماتو له جملې څخه دي چې دفساد په تور دجمهور رييس له خوا ممنوع الخروج شوي وو .
0 1 دقیقه لوستل