امنیت

دافغانستان دختيځ دمقاماتو له خوا دپاکستاني طالبانو د تحريک دمشر دوژل کيدو تاييد .

کابل باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه : دافغانستان په ختيځ کې پوځي مقاماتو په هېواد کې دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر وژل کيدل تاييد کړل . ملا فضل الله کابو درې ورځې مخکې دهېواد په ختيځ کونړ ولايت کې دبې پيلوټه امريکايي جنګي الوتکو په بريد کې وژل شوى دى . دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې پاکستاني او دافغان طالبانو شپږ تنه جګپوړي غړي هم له ملا فضل الله سره يوځاى وژل شوي دي . ده وويل : ملا فضل الله ديولړ نويو ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و ، چې بريد پرې وشو . په همدې حال کې دافغانستان ددفاع وزارت او په هېواد کې دامريکايي ځواکونو قوماندانۍ په کونړ کې دپاکستاني طالبانو دمشر وژل کيدل تاييد کړي دي . خو په دې برخه کې د جزئياتو له ورکولو څخه يې ډډه کړې ده . ملا فضل الله کابو پنځه کاله مخکې دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر حکيم الله معسود دوژل کيدو وروسته دغه مقام ته رسيدلى و . دى په افغانستان اوپاکستان کې دلسګونو مرګانيو ډار اچوونکو بريدونو مسوول بلل کيده او ددواړو هېوادونو له خوا سخت تر څارنې لاندې و . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني په کونړ کې دپاکستاني طالبانو د مشر له وژل کيدو وروسته ، دپاکستان له صدراعظم سره تيلفوني خبرې وکړې .، ويل کيږي چې دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر داستوګنې دځاى پيژندنه او په هغه دبريد دڅرنګوالي پلان دافغان پوځي – استخباراتي واحدونو په نږدې همکارۍ ترسره شوې ده . کارپوهان وايي چې داکار به له اسلام اباد سره دپاکستان داړيکو دښه والي سبب شي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته