امنیت

دهيواد په ځينو برخو کې ٢٣ ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
دهيواد  په ځينو برخو کې دملي اردو د ځواکونو په ګډو عملياتو کې ٣٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل :- دملي اردو ځواکونو دهوايي او توبچي قوتونو په ملاتړ د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه د پکتيکا ،غزني ،ميدان وردګو ،قندهار ،ارزګان ،زابل ،فراه ،غور ،بغلان ،بلخ ،جوزجان ،فارياب،کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتوکې ګډ چاڼيز او يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٢٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله ، د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتو کې دشاملوځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې : دملي اردو دوه  تنه منسوبين دکورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف دعملياتو په بهير کې شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته