امنیت

درې تنه ماشومان په هلمندکې د ماين په چاودنه کې ټپيان شول

لښکرګاه باختردليندۍ دمياشتې ١٢نيټه :
په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو له خوا د يوه ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله درې تنه  ماشومان ټپيان شول .
ويل کيږي دغه ماشومان چې ورونه وو؛ پرون د ګرشک ولسوالۍ په حوض خشک کلي کې هغه وخت د ماين په يوه چاودنه کې ټپيان شول چې د پسونو په پيولو بوخت وو.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې چاودنه کې درې تنه ماشومان سخت ټپيان شول .
ده دغه ماشومان ورونه وبلل چې د پسونو په پيولو بوخت وو چې د وسله والو طالبانو له خوا د يو ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
ويل کيږي؛ په دې چاودنه کې د دوو ماشومانو پښې او لاسونه غوڅ  کړاى شوي دي.
طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ ميشتولاروکې د بمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي؛ هغه اقدام چې ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته