کابل، د لېندۍ ۶ مه، باختر
د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري په خیر کوټ ولسوالۍ کې د یتیمو ماشومانو لپاره د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روزنتون ودانۍ جوړه او ګټي اخېستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې د یوه روزنتون ودانۍ چې یوه اداري او ۶ د استوګنې او تدریس خونې لري، جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د یادونې وړ ده، په یاد روزنتون کې به له ۵۰ څخه تر ۶۰ یتیمو ماشومانو ته روزنه ورکول کېږي.