امنیت

په کونړ کې ديوولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د چنګاښ ديارلسمه :
١١ تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې  په نويو هوايي بريدونو کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه په څوکۍ ولسوالۍ کې بريد وشو .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې د بې پيلوټه الوتکو په دې بريدونو کې ١١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو  په کونړ ولايت کې  دعملياتو په بهير کې  دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو  ديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي . له دغه ډيپو څخه چې  د ماڼوګۍ  ولسوالۍ بازار ته څيرمه  دطالبانو  په يوه پټنځي کې ساتل کيده  يوشمير سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې په کونړ  ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار ددغه ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه څلور  ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_ ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته