کابل باختر دوري يوولسمه :
په خوست ولايت کې دميندو دمړينې دکچې دکمښت لپاره هلې ځلې دوام لري .
ددغه ولايت روغتيايي مسوولين وايي چې غواړي د نرس ، قابلو په توګه دميرمنو دښوونې له لارې دميندو دمړينې په کچه کې کمښت رامنځته کړي .
په همدې حال کې اته څلويښت نجونې او ميرمنې په خوست ولايت کې دنرس قابلګي له روزنيزې دورې څخه فارغې شوې .
دغو نجونو اوميرمنو دنرس قابلګۍ په برخه کې ددوو کلونولپاره عصري زده کړې کړي دي .
دخوست ولايت دعامې روغتيا وزارت يو مسوول باختراژانس ته وويل : هلې ځلې کيږي چې دځوانو کدرونو دروزنې له لارې دميندو د مړينې دکچې دکمښت لپاره زمينه برابره کړي .
ده وويل ميرمنې دخوست ولايت په بيلابيلو روغتونونوکې به دقابلو په توګه وګومارل شي .
افغانستان دهغو هېوادونو له جملې څخه دى چې دزيږون په وخت کې دميندو او ماشومانو دمړينې کچه پکې ډيره لوړه ده .
0 1 دقیقه لوستل