فرهنګ

د استاد کمال الدين بهزاد د سمينار د جوړولو د تياری کمېسيون ناسته وشوه

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه
د هرات د تيموريانو دورې د ځلاندې څېرې انځورګر او ميناتوريست استاد کمال الدين بهزاد سمينار د جوړولو مؤظف کمېسيون نن غونډه وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: ناسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سلاکار ډاکتر طارق رشاد په مشرۍ جوړه شوه.
د ناستې په پيل کې د خلکو د فرهنګ رئيسې محبوبې بابکرخېل د سمينار د جوړولو په باب د لازمو تياريو لپاره د ترسره شويو فعاليتونو رپوټ وړاندې کړ.
وروسته د کمېسيون غړو د سمينار د جوړولو د نېټې او ځاى، د سمينار د مېلمنو او برخه والو د ليست د برابرولو، د مقالو د موضوعاتو د ټاکلو او د سمينار د موضوع په اړوند د نهو کتابونو د چاپولو په باب خبرې وکړې.
پاى جذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته