کابل / د وږي ۱۶ مه / باختر
د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولین وايي چې د زابل د مرکز او شینکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له اتل قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه د زابل د مرکز او شینکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې افغان ځواکونو عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور یې ټپيان شوي دي.
پای/وصال
2 د یوې دقیقې څخه لږ