امنیت

د ملي امنيت شورا دسيلا ونو درا وتلو له ا مله دزيا نمنو شويو کسانو د حالت په څيړنې ټينګار و کړ .

کابلباخترد غويي٣١ مــــــــه 

دملي امنيت دشورا غونډه نن له غر مي مخکې د جمهوري رياست د لو مړي مرستيال او سر پرست مارشال محمد قسيم فهيم په مشري د صدارت دګلخا نې په ماڼۍ کې جوړه شوه .

د جمهوري رياست مطبو عا تي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ .

دغونډې په پيل کې د جمهوري رياست لو مړى مرستيال او سرپر ست د هيواد دشمال په ځينو سيمو کې د وروستيو سيلا و نو درا وتلو له امله چې د سيلاو ځپلو سيمو د اوسيدو نکو دسر د زيان او زيا تو مالى تاوا نو نو سبب شو ي دي خپګان څرګند کړاود خپلې خوا خوږۍ اوډاډ ګيرنې مرا تب يې هغو ټولو کورنيو ته چې خپل عزيزا ن يې په دغو سيلا ونو کې له لاسه ور کړي دي څرګند  کړل .

د جمهوري رياست لومړي مرستيال په دې ترڅ کې ددغو زړه بوږنوونکو پيښو ټپيا نو ته درو غتيا هيله و کړه په مرکز او ولايتو نو کې يې اړوندو مسولينو او مرکزو نو ته د نده وسپارله چې دټپيا نو په درملنې او له هغو اړو کسا نو سره چې په دغو پيښو کې زانمن شوي دي د مرستې رسو لو په لاره  کې له هيڅ را ز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي .

 د جمهوري رياست لومړي مرستيال او سرپرست د هغو مسولو مرکزونو او امنيتي مرکزونو کړه وړه وستايل چې په سرپل ولايت کې پرون دسيلاو درا وتلو په پيښه کې دهغه ښوونځى د زده کوونکو د ژغورنې لپاره چې په سيلاو کې بند پا تې و اقدام و کړ .

په سرپل ولايت کې د وروستيو سيلا ونو په اړوند د جمهوري رياست دويم مرستيال محمد کريم خليلي له سرپل ولايت سره د مرستې په برخه کې چې ددغه ولايت مرکز دسيلاو له ا مله سخت زيانمن شوي دي دټولو دولتي ارګا نو نو د همغږې پر اړ تيا ټينګار و کړ.

د جمهوري رياست لو مړي مرستيال او سرپرست د هيواد د امنيتي ځواکو نو هغه هلې ځلې اوهاند وستايه چې د وروستيو اوونيو په بهير کې په مرکز او ولايتو نو کې په هوښياري سره دټولو سا زمان موندلو دسيسو او توطيو په شنډولو اود افغا نستان د خلکو له دښمنا نو سره په مقا بله کې تر سره کړل اود هيواد د امنيتي مرکزو نو مسوولينو ته يې لارښوونه و کړه چې د امنيت د تا مينولو اود  خلکو دسو کالۍ په لاره کې د خپلو احضارا تو د کچې د لوړولو بهير همد غه شان وسا تي

په ننني غونډه کې د هيواد د امنيتي مرکزو نو مسوولينو د خپلو اړوندو ارګا نو نو رپوټو نه وړا ندى کړل .

ددغورپوټو نو له مخې که څه هم د پسرلى درارسيدو  په پام کې نيولو اود  هوا په تودوخى سره ددښمن بريدو نه زيات شوي دي ، خو دغه بريدونه په غوڅه توګه ځپل شوي دي او دښمن درا نده زيا نو نه زغملي دي .

دامنيت شورا په نننى غونډه کې د کا بل د نړيوال هوايي ډګر د شمال په برخه کې ديو شمير کسا نو په خپل سرځاى پرځاى کيدو په باب د ترا نسپور ت او هوا يي چلند وزارت  انديښنې چې د الو تکو د الو تنو امنيت ته ګوا ښو نه متو جه کړي دي پرځاى و بللى او له هر اړ خيزې څيړنې وروسته د کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې دغه ساحه ددغو کسا نو له شتون څخه خالى کړي.

د ملى امنيت شورا  د هيواد دځينو نورو روانو مسالو په باب هم خبرې و کړې چې په دې برخه کې لا زم تصميمو نه ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته