نړۍ

د داعش د مشر لومړنۍ ويډيو په عراق کې خپره شوه

بغداد- بى بى سي – باختر د چنګاښ دمياشتې پنځلسمه
په عراق کې د داعش د ډلې مشر ابوبکرالبغدادي د نړۍ له مسلمانانوڅخه غوښتي دي چې د ده پيروي وکړي. دغه غوښتنه په هغې لومړنۍ ويډيوکې شوې ده چې له البغدادي څخه خپره شوې ده.
باختر آژانس د بي– بي– سي له خولې خبر راکړ: البغدادي په دې ويډيوکې د اسلامي خلاف د د جوړيدو اعلام او د مسلمانانو د خليفه په توګه د ده ټاکنې ته اشاره کړې ده .
ابوبکر البغدادي په دغو خبروکې وايي: زه ستاسو مشريم،که څه هم چې له تاسو څخه غوره نه يم. نوکه چيرې مو وليدل په حق مې عمل وکړ؛ زما ملاتړ  وکړئ او که چيرې مو وليدل تيروتنه مې کړې ده؛ ماته نصيحت وکړئ .
دغه شل دقيقه يي ويډيو په داعش پورې په يوه اړونده سايټ کې خپره او په ټولنيزو شبکو کې نندارې ته وړاندې شوې ده .
يوه عراقي مقام په بغداد کې د بي بي-سي له دفتر سره په خبروکې تاييد کړې ده هغه سړى چې په ګڼې ږيرې او په تور پټکي سره ترسترګو کيږي؛ ابوبکر البغدادي دى .
خو د عراق د کورنيو چارو وزارت ويندوى د رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې ددغې ويډيو له څيړنې وروسته د عراق د حکومت مامورين دې نتيجې ته رسيدلي دي چې دغه ويډيو جعلي ده او هغه شخص چې په هغې کې ليدل کيږي؛ په ډاډمن ډول ابوبکر البغدادى نه دى.
خپره شوې ويډيو له څو دوربينونو سره او په حرفوي ډول فلمبرداري شوې ده او داسې بريښي چې په موصل ښارکې د تيرې جمعې د لمانځه د اداکولو په وخت کې اخستل شوې ده .
دغه تصويرونه، ابوبکر البغدادي د موصل ښار د يو ډير مشهور جومات نور الدين په جامع جومات کې په ډبرين منبر د خبرو په حال کې ښيي.
دغه ويډيو په عراق کې د ابوبکر البغدادي د ټپي کيدو په احتمال پورې له آوازو څخه ٢٤ ساعته خپره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته