امنیت

په قندهار ولايت کې دوه تنه تروريستان ونيول شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٤
دوه تنه تروريستان پرون په قندهار ولايت کې د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شول.
دقندهار ولايت د ملي امنيت د رياست يوه خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې له څه مودې راپه دې خوا د تروريستي او ورانکاره فعاليتونو په ترسره کولو او د ملکي کسانو په وژلو بوخت وو؛ دعملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: له نيول شويوکسانوڅخه ٦٠ کيلو ګرامه چاويدونکي توکي چې د ماينونو په جوړولوکې کارول کيږي؛ ډول ډول ماينونه، ٢٠ پتاقۍ، يوه مخابره او د ماين يو ريموټ کنترول ترلاسه شوي دي .
خبرځاى زياته کړه: نيول شويوکسانو په خپلو لومړنيو څيړنوکې اعتراف کړى دى چې په زياترو تروريستي بريدونو او د ملکي کسانو په وژلوکې يې لاس درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته