ټولنه

دافغان سمون بنسټ ديوې کورنۍ پور اداکړ .

کابل باختردثور  دويمه :
دافغان سمون بنسټ ديوې کورنۍ پنځوس زره افغانۍ پورادا او پنځوس زره افغانۍ نور يې  ددغې کورنۍ سره  مرسته وکړه .
  دباختراژانس  خبريال دافغان سمون  بنسټ  دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ : يو بڼوال  دقره باغ  ولسوالۍ اوسيدونکى غلام نبي ته پنځوس زره افغانۍ پور ورکړى  و . په دې شرط چې دهغه په بڼ کې کار وکړي . او دحاصلاتوڅلورمه برخه ترلاسه کړي .
غلام صديق په اقتصادي ناخوالو دبرياليتوب په خاطر دوه کاله په دې ډول کار وکړ تر څو چې  دافغان سمون بنسټ  درسنيو له لارې دده دبد اقتصادي حالت څخه خبر ترلاسه کړ او دهغه پور ېې ورکړ . او له هغه سره يې دنورو پنځوس زره افغانيو مرسته وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته