ورزش

محمدنبي عيسي خيل دکرکټ دنړيوالو يو ورځنيو سياليو دويم مقام وګاټه

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٤ :
دکرکټ نړيوالې شورا  دافغانستان دکرکټ  دملي ټيم غړي  محمدنبي عيسي خيل ته  دنړيوالو يو ورځنيو لوبو  دويم مقام  ورکړى دى.
محمدنبي عيسي خيل دغه برياليتوب  په نړيوالو يو ورځنيو سياليو کې دښه ځليدو په خاطر دکرکټ دنړيوالې شورا له خوا دنړيوالې  درجه بندۍ په بهيرکې ترلاسه کړى دى.
دکرکټ بورد وياند فريد هوتک باخترآژانس ته وويل ؛  محمدنبي عيسي خيل دملي ټيم دغوره ورزشکارانو له  جملې څخه دى   چې په  کورنيو او نړيوالو سياليو کې  ښه ځليدلى دى.
دکرکټ  دملي ټيم دغه لوبغاړى  په توپوهنه  او توپ اچونه کې ځانګړى مهارت  لري اوله همدې امله  ده  ته دکرکټ  دنړيوالې شورا له خوا په  يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې  دويم مقام ورکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته