سیاست

جمهوررئیس غني له آلمان څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د هېوادعمومي حالت وڅېړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې ١١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن مازیګر د افغانستان له لوړ پوړو چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد عمومي حالت وڅېړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت لوی رئیس هم پکې ګډون کړی و، جمهور رئیس غني د هېواد د امنیتي حالت او وروستیو بدلونونو په اړه وویل: موږ د افغانستان د ښه راتلوونکې په اړه فکر کوو او زموږ نهایي موخه په افغانستان کې د عزت لرونکې او تل پاتې سولې ټینګښت دی.
جمهور رئیس غني وویل چې دی د پاکستان د دولت له مشرانو سره په دواړو هېوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات د تامین لپاره په تماس کې دی او په دې اړه به له هیڅ راز هڅو او هاند څځه ډډه ونه کړي.
جمهور رئیس غني په هېواد کې د وروستیو امنیتي بدلونونو په اړه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د کړنو ستاینه وکړه .
د افغانستان جمهور رئیس په مصر کې د سویس د دوهم کانال د پرانیستې مهمې ناستې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې په دې ناسته کې به د افغانستان له لوري اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله ګډون وکړي.
جمهور رئیس غني همدا راز افغانستان ته د ترکمنستان د جمهور رئیس د سفر لپاره د لا ښه چمتوالي په خاطر د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني ته لازمې لارښوونې وکړې.
د دغه ویډیو کنفرانس په پای کې جمهور رئیس محمد اشرف غني ډاډ څرګند کړچې د پښې عملیات یې په بریالیتوب سره سرته رسېدلي، په عمومي ډول یې روغتیا د ډاډ وړ ده او د معالجو ډاکټرانو له مشورو وروسته به ډېر ژر هېواد ته راستون شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د معالجو ډاکټرانو په مشوره څلور ورځې وړاندې د خپلې پښې د درملنې لپاره آلمان ته تللی دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته