کابل باختر دليندى نهمه :
دهېواد په جنوبي برخو کې دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ددريو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ دقندهار ولايت دميوند ، دروزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ، او دزابل ولايت دشهر صفا ، ارغنداب او شاجوي دولسواليو په مربوطاتو کې داتل په نامه دمحاربوي عملياتو په بهير کې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول اوپنځه تنه نور ټپيان شول او ديارلس ډول ډول ماينونه کشف اوشنډ کړى شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ