امنیت

په قندهارکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر د مرغومي ۳مه
په قندهار ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار د ديورنډ کرښې ته څېرمه دسپين بولدک ولسوالۍ له ګڼ مېشتو سيمو څخه ٣٣ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د هېواد په جنوب کې په اتل قول اردو کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دغه ٣٣ ماينونه په ګڼ مېشتو لارو کې د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړى شوي و .
ده وويل: د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو د هغو د ښخولو د عاملينو د پېژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
ختم _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته