کابل باختر دوري دمياشتې ١٩ نيټه :
د انرژۍ او اوبو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کندز ولايت د نوبر کانال د جوړولو دکار د بشپړېدو خبر ورکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ په خبرپاڼه کې د انرژۍ او اوبو وزارت د انرژۍ د پروژو پرتطبيق د څارنې د ريېس انجينر ميرويس له خولې ويل شوي دي چې دکندز ولايت د نوبر کانال په جوړولو نهه ويشت ميليونه شپږ سوه درې دېرش زره پنځه سوه پنځه ديرش افغانۍ لګيدلي دي چې په جوړيدوسره يې په اړوندو سيمو کې د آموسيند د غاړو ديوې برخې د ويجاړيدو مخه نيول کېږي او د سيمو د ځينو کليو د اوسيدونکو د اوبو د کانال ستونزهم حل کېږي.
د دغه کانال په جوړيدوسره د ٥٠ زره هکتاره کرنيزې ځمکې دخړوبولو زمينه برابره شوې ده .
د دغه کانال د جوړولو قرارداد د ١٣٩٦ کال دثور په مياشت کې د انرژۍ او اوبو وزارت او دميربچه شرکت ترمنځ لاسليک شوى و.پاى شکريه
1 1 دقیقه لوستل