امنیت

ددريو تنو پاکستانيانو په ګډون نولس تنه دار اچوونکي په فارياب کې ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ اتلسمه :
ددريو تنو پاکستانيانو په ګډون نولس تنه ډار اچوونکي  نن دفارياب ولايت  په شيرين تګاب ولسوالۍ کې  ووژل شول .
  دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش  ولسوال  عبدالله معصومي  باختراژانس ته وويل  چې دغه دار اچوونکي  دشيرين تګاب ولسوالۍ  په ګوزاد سيمه کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
  معصومي زياته کړه  چې  له دغې نښتې وروسته  دخواجه سبز پوش  او دولت اباد  دولسواليو لاره په بشپړه توګه  د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .
معصومي زياته کړه چې  په دې نښته کې  د ډار اچوونکو وسلې هم  په عملياتو کې  دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دخواجه سبز پوش ولسوال وويل  چې ددغې نښتې له امله  ددولت اباد ، شيرين تګاب ، خواجه سبز پوش او دپښتون کوټ دولسواليواو دميمنې ښار دبريښنا بهير  هم بند شوى دى  چې دبريښنا رياست کارکوونکي سيمې ته استول شوي دي  چې په دغو ولسواليو کې  بريښنا تامين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته