سیاست

دکاناډا دهاليفکس نړيواله غونډه افغانستان ددغې غونډې دامنيتي خبرو اترو محور.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣٠
دافغانستان د دفاع وزير له يو شمير پوځي چارواکو سره دهاليفکس په نړيوال کنفرانس کې دګډون لپاره کاناډا ته تللى دى .
په دې غونډه کې له تروريزم سره دمبارزې او دهغو هيوادونو په مرستې چې په افغانستان کې پوځي شتون لري خبرې کيږي دکنفرانس کار دوه ورځې دوام کوي.
دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړيږي چې دافغانستان حکومت دوسله والو مخالفينو او دداعش په تروريستي ډلې پورې اړوندو تروريستانو ډار اچوونکو دبريدونو له زياتوالي سره مخامخ دى .
افغان مقامات په پاکستان او افغانستان کې دبريدونو او تاوتريخوالي په زياتوالي تورلګوي هغه څه چې پاکستاني مقاماتو په وار وار هغه رد کړي دي .
دملي دفاع وزارت وياند جنرال محمد رادمنش وايي چې برخه وال بايد دتروريزم داصلي جرړې په وړاندې تدبيرونه ونيسي.
د ده د څرګندونو له مخې : تروريستان په پاکستان کې وسله وال اوتمويليږي او وروسته دورانکارو فعاليتونو لپاره افغانستان ته استول کيږي.
په دې کنفرانس کې دنړۍ له بيلابيلو هيوادونو څخه درې سوه تنه پوځي کارپوهان ګډون لري.
دملي دفاع وزارت مقامات وايي . داافغانستان او ددغه هيواد دملي اردو دپياوړتيا لپاره دنړيوالو دپاملرنې دجلبولو لپاره يو ښه فرصت دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته