امنیت

دپروان دبرېښنا شرکت مرستيال ووژل شو

-کابل / دثور ١٧مه / باختر :
دپروان دبرېښنا شرکت  درياست مرستيال  دماين په چاودنه کې ووژل شو
مرتضي سروري پرون کله يې چې غوښتل  دبرېښنا شرکت له يوشمېر مسوولينو او پوليسو سره  دبرېښنا د دوو ويجاړو شويو ستنو دترميمولو په خاطر ساحې ته لاړ شي  ددوى دسپرلۍ په کاروان دماين چاودنه وشوه .
دپروان يو امنيتي مسوول  باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دپروان دبرېښنا شرکت مرستيال مرتضى سروري  وژل شوى او ددغه شرکت دوه کارګوونکې او دوه پوليسان ټپيان شوي دي
تراوسه پورې ددغې پېښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
دوارداتي برېښنا دوه ستنې  دچاريګاروښار په مربوطاتو کې دبم په چاودنه کې ويجاړې شوې دي 
ددغو بمونو داېښودلوعاملين تراوسه پورې نه دي پېژندل شوي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته