امنیت

د امنیت شورا په غونډه کې به د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت وارزول شي

کابل باختر د غويي د مياشتې ١٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د همغږۍ د غونډو په دوام د ټاکنو پر موضوعاتو د بحث په خاطر په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
د جمهور ريېس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مسوولینو سربېره بین المللي همکارانو هم حضور درلود، د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې د پرمختګ، د کمېسیون د دائمي او موقتو مامورینو د استخدام د څرنګوالي، د عامه پوهاوي د بهیر، د نوم لیکنې او تذکرو د وېش د مرکزونو د امنیت د خوندیتوب په اړه بحث وشو.
جمهور ریېس غني وویل، د راروانو ټاکنو د چمتوالي کارونه باید په خپل وخت ترسره شي او د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت بحث د ملي امنیت شورا په غونډه کې ارزول کېږي.
هغه ټینګار وکړ؛ د مداخلې د عواملو د تشخیص په خاطر باید دقیق میکانیزم وجود ولري، ځکه د قانون مطابق مداخله جرم ګڼل کېږي او هیڅوک حق نه لري چې په ټاکنېزو پروسو کې مداخله وکړي.
جمهور ریېس محمداشرف غني له بین المللي بنسټونو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ ويې ویل: له والیانو او د پوهنتون له ریېسانو سره په ټاکنو کې د ګډون په خاطر د خلکو د هڅولو بحثونه دوام لري او له عالمانو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سره هم په دې برخه کې مشوره او خبرې کېږي.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته