امنیت

د۲۰۳تندر قول اردو د ځواکونو په عملیاتوکې څلور تنه ترهګر ووژل

کابلباختر د ليندۍ د مياشتې١٤مه د ۲۰۳ تندر قول اردو او د سویل ختیځ زون امنیتي او دفاعي ځواکونو د (قهرکوهستان) په نامه د چاڼیزوعملیاتو په ترڅ کې چې د ميدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د جوی زرین، زموچ او ورسک تنګي په سیموکې، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د نورخیلو، امید قلعه، کاروان خیلو او تګاب په سیموکې د ترهګرو پر ضد پیل شوي دي، له وسله والو مخالفانو سره په نښتوکې څلور تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د حکمران په نامه یو تن مشکوک نیول شوى دى. دغه راز په دغو عملياتوکې یو کلاشینکوف، یوه پیکا، یو توغندى ويشتوونکى، یو لاسي بم، یو لپ ټاپ کمپیوټر، د ملي امنیت یوه جوړه دریشي، تبلیغاتي پاڼې، د ګازو دوه ډبې، دوه بطرۍ، د هاوان یو دوربین، د ملي اردو یوه جوړه دریشي، دوه موټرسایکلونه، پنځه ټلیفونونه، دوې تختې سولر، لس سیمکارتونه، میزونه، چریکي بسترې، کمپلې او خیمې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي. همدا راز د وسله والو ترهګرو یو جيل او د چاودیدونکو موادو یوه ډیپو کشف او ويجاړه شوې ده او اته ډول ډول ماینونه د خوست، پکتیکا او ميدان وردګو د ولایتونو په مربوطاتوکې د تندر قول اردو د ماین پاکولو ټیمونو له خوا کشف او شنډ شوي دي. پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته