امنیت

د تروريستي ډلو له شتون څخه د هرات د لسګونو کليو پاکول

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٦ :
د ګذرې او پښتون زرغون د ولسواليو د زيانمنوونکو کليو زياتې سيمې په دې وروستيو وختوکې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د هرات د پوليسومسوولينو وايي چې د ګذرې او د پشتون زرغون په ولسواليوکې يې له څلورو ورځو را په دې خوا د نا امنيو د له منځه وړلو په خاطرګډ چاڼيز عمليات پيل کړي دي .
د هرات ولايت د پوليسو د خاصې قطعې قوماندان محمدناصر پشتون د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات چې دشپې له خوا دکمين په اجرا کولو سره يو ځاى و؛ د پښتون زرغون او دګذرې د ولسواليو دکورت، نشين، داد شان او دمحل چپات کلي د وسله والو طالبانواو ياغيانوله شتون څخه پاک شوي دي.
د پشتون دڅرګندونوله مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې څلور تنه مشکوک کسان  نيول شوي دي او يو تن هم وژل شوى دى؛ خو امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د دغو عملياتوپه بهيرکې درې کلاشينکوفونه، يوه تومانچه، يوه اندازه مهمات او څلورموټر سايکلونه هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته