کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٧ :
دملي دفاع وزارت په هېواد کې دشپږو تنو تروريستوطالبانو دوژل کيدو خبر ورکړ .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي :
د افغانستان دفاعي اوامنيتي ځواکونو دهېوادپه بيلابيلو برخو کې ګډ پوځي عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه ډاراچوونکي ووژل شول ، اووه تنه ټپيان او نهه تنه نور دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په تور ونيول شول.
دغه عمليات دهوايي اوتوپچي قوتونوپه ملاتړ د کاپيسا ، پکتيا، روزګان، هرات ، کندز ، بغلان او دهلمنددولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ