اقتصاد

په ننګرهار کې د ختيځ لبنياتو د توليد فابریکه هره ورځ ۳۵۰۰ کيلوګرامه شېدې پروسس کوي

کابل / د لړم ۲۲ مه / باختر
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ختيځ لبنياتو د توليد فابريکه هره ورځ ۳۵۰۰ کیلوګرامه شېدې په لوړ کيفيت پروسس کوي او د شېدو ساتلو ترڅنګ ترې مستې، شړومبې، کوچ، چکه، پېروی، ملايي او پنير توليدوي.
دغه فابريکه چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د لس زرو کيلو ګرامو شېدو پروسس په ظرفيت جوړه کړې په ۱۳۹۴ کال کې يې فعالیت پیل کړی چې د دغه ولايت له اوو ولسواليو کامې، کوزکونړ، بټي کوټ، سره رود، چپرهار بهسودو او شينوارو ولسواليو بزګرانو څخه شېدې ترلاسه کوي.
په فابريکه کې ۴۵ کسان په مستقيم او غير مستقيم ډول دنده تر سره کوي او بزګرانو ته د شېدو پلورلو له لارې ښه عايد لاس ته ورځي.
د يادې فابریکې مدير خالد خان وايي: که اسلامي امارت په ښار کې د بې کيفيته لبنياتو مخنیوی وکړي او دوی ته د ښار په بېلابېلو ساحو کې د غرفو اجازه ورکړي؛ نو کارونه به يې پراختيا پيدا او ډېرو خلکو ته به د کار زمينه برابره کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته