ټولنه

د پکتیکا ځوانان د له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

ښرنه باختر د وږی د میاشتې ۲۹ مه
د پکتیکا ولایت ځوانان د بې کارۍ تر څنګ له ګڼو ټولنیزو او کلتوري ستونزو سره مخامخ دي.
دوی د ملي یووالي حکومت پر ضد د وروستیو جوړو شویو اېتلافونو د غندنې تر څنګ له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د پردیو د ګټو قرباني نه شي او د هېواد ژغورنې فکر خپل کړي.
په پکتیکا کې د ځوان پارلمان استازی عبدالحق فقیرزاده د باختر اژانس د خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې، بې کاري، بې سوادي، نشه یي توکي، مهاجرت او ځیني ناوړه ټولنیز دودونه هغه څه دي چې ځوانان ترې تل کړېږي.
زیارمل زیاتوی: په ټوله پکتیکا کې یوه ښځینه متخصیصه ډاکټره نشته چې له امله یې ښځې له ګڼو روغتیايي مشکلاتو سره مخ دي.
هغه وویل په دغه ولایت کې د نجونو زده کړو د نشتون تر څنګ د ګوتو په شمار ښځې په دولتي ادارو کې دندې لري.
دی زیاتوي ښځې لېوالتیا لري چې په دولت کې دندې ترسره کړي، خو دولت ور سره دوه ګونی چلند کوي چې له امله یې ډېری وخت د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي.
د پکتيکا ځوانانو په يوه غږ د ملي یووالي حکومت پر ضد د وروستیو ایتلافونو جوړېدل هم په کلکو ټکو وغندل او زیاته یې کړه چې د دغو ایتلافونو جوړونکي دي د نظام د نسکورولو پر ځای له ملي یووالي حکومت سره همکاري وکړي، څو دغه هېواد له لوی بهران څخه ژغورل شوی وي.
د پکیتکا د ولایتي شورا غړي عبدالمبین فقیرزاده بيا د افغان دولت له مخالفو وسله والو ډلو غوښتنه وکړه چې نور له وسله والې مبارزې او افغان وژنې لاس په سر شي او د هېواد په ابادولو اوسمسورولو کې برخه واخلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته