ټولنه

دايبکو ښار دجامع جومات دبيا جوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د وږي  لسمه :
دايبکو ښار دمرکزي جامع جومات دنوې ودانۍ دجوړولوکار نن دحج او اوقافو وزارت په مالي مرسته پيل شو .
دسمنګانو والي خيرالله انوش دجومات دکار دپيل په مراسموکې وويل: دافغانستان داسلامي دولت دپرمختيايي  پروژو په بيا رغاونې سربيره دمقدسو ځايونو او له هغو څخه دجوماتونو په جوړولو لاس پورې کړل چې ددغه جومات دبيا رغاونې کار ددغه حقيقت څرګندوى دى .
دايبکو ښار دښاروالۍ ساختماني مدير انجنير عبدالشکور وويل ددغه جومات دجوړولو لګښت اته سوه زره امريکايي  ډالره اټکل شوى چې يوسلو پنځوس زره ډالر يې د حج او اوقافو  وزارت او شپږ سوه پنځوس زره ډالره يې دخلکو له مرستې  څخه ورکول کيږي .
  دده دڅرګندونو له مخې ، دغه جومات ديوزرو پنځه سوه مربع متره ځمکې په ساحه کې په دريو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول په راتلوونکو دوو کلونوکې جوړيږي چې څه دپاسه  دوه زره لمونځ کوونکي به پکې ځاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته