اقتصاد

په قندهار کې د مېوه جاتو د امراضو د مخنیوي یو لوی مرکز جوړېږي

قندهار باختر د تلې ۱۵ مه
د کرنې اوبو لګولو وزارت مسوولینو قندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له چارواکو سره د کتنې په پر مهال وویل چې پلان لري څو په قندهارکې د میوه جاتو د امراضو د مخنیوي او  معالجې لپاره یو لوی مرکز جوړ کړي.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې،
په دې کتنه کې  د قندهار والي ورغلي پلاوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به د بزګرانو زیاتې ستونزې اوارې  شي.
دقندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا وویل : ولايتي اداره د هوايي دهلېز د پراخیتا په برخه کې پوره هڅه کوي او په دې اړه يې د يو شمېر خارجي ډونرانو سره هم خبري کړې دي ترڅو نړیوالو بازارنو ته د وطنيو مېوه جاتو صادرېدل زیات او هلته بازار ورته پيدا شي .
د کرنې  رېیس سید حفیظ الله سعیدی وویل : دغه معالجوي مرکز به د نړیوال بانګ په همکارۍ په۱۰ جریبه ځمکه کې د ۸ میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخېستنې ته به  وسپارل شي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته