ټولنه

د شهید شوي خبريال محمد یعقوب شرافت لومړنی تلین ونمانځل شو

قلات باختر د لړم د میاشتې ۳ مه
په زابل ولایت کې د خبريالانو له خوا د شهيد شوي خبريال محمد یعقوب شرافت لومړنی تلین ونمانځل شو.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،د زابل ولایت د ملي راډيو ټلويزيون آمر مختار احمد اميري ، د خبریالانو د خونديتوب د کمېټې مشر بسم الله پښتون مل او د خصوصي رسنيو يو شمېر استازو وویل چې شاوخوا يو کال کېږي چې د دغه ولایت د ملي راډيو ټلويزيون خبريال شهيد محمد یعقوب شرافت په يوه غلچکي بريد کې وژل شوی،خو امنيتي ادارې تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې د هغه قاتلان ونیسي.
دوی په يوه خوله،له دولت څخه هيله وکړه چې د شهيد قاتلان ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د یادونې وړه ده چې د زابل ولایت د ملي راډيو ټلويزيون خبريال محمد یعقوب شرافت يو کال مخکې د قلات ښار په زړه کې د نامعلومو کسانو له خوا په يوه غلچکي برید کې ووژل شو.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته