امنیت

په پکتیا کې د ۴ ډار اچوونکو طالبانو وژل کېدل .

کابل د لړم ۶مه باختر.
۴ ډاراچوونکي په پکتیا کې د افغان ځواکونوپه هوایي برید کې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
افغان هوايي ځواکونه تېره شپه د پکتیا د زرملې ولسوالۍ په ګلوخیلواو خانوان ساحوکې د ډار اچوونکوپه ځالوبرېدونه وکړل چې په پایله کې ۴ ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول .
د یوبل خبر له مخې : د پکتیا په احمد خیلو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونوپه عملیاتوکې یوه اندازه چاودیدونکي توکي او ماین جوړولو توکي له منځه يوړل شول او د غزني ښار د شهباز په ساحه اوګیرو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونوپه ورته عملیاتوکې دوه ډاراچوونکي ووژل شول او درې تنه نوريې ټپیان شول ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته