امنیت

د کابل نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه په يوه کورکې دتروريستانوځاى پرځاى کيدل

کابل باختر د تلې پنځمه :
داسې خبرونه ترلاسه شوي دي چې څو تنو تروريستانو نن د کابل د نړيوال هوايي ډګر په ختيځ کې په دوو ودانيوکې په ځاى پرځاى کيدو سره له امنيتي ځواکونو سره په نښتې لاس پورې کړ .
يو امنيتي خبرځاى وايي چې يرغلګر د کابل د يکه توت په ساحه کې د ساروان کمپ ته څېرمه ځاى پرځاى شوي دي.
  امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې حالات ترکنترول لاندې ونيسي.
يرغلګرو تر اوسه پورې څوتوغندي دکابل دنړيوال هوايي ډګر په لور توغولي دي.
د دغو راکټي بريدونو له امله تر اوسه پورې د سر د احتمالي زيان او مالي تاوان  په باب خبر نه دى ترلاسه شوى  .
   ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته