کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
يوه ځوانه ښځه دبادغيس ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې ځان زندې کړه .
دبادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه ديرش کلنه ښځه پرون ددغه ولايت دابکمري ولسوالۍ د ګلخانه په سيمه کې په رسۍ سره ځان زندې کړه .
خبرځاى زياته کړه ددغې پيښې علت کورنى تاوتريخوالي و او ددغې ښځې ميړه دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
ويل کېږي دغې ښځې لس کاله مخکې واده کړې وه اوشپږ بچيان ورڅخه پاتې دي .
ختم_ ج _ اکرم