کابل باختر د غبرګولي ٢٨مه
په پکتيا ولايت کې داتو شهيدانو له هرې کورنۍ اوپنځو تنو ټپيانو سره نغدي مرسته وشوه .
دغه مرسته دجمهوري رياست دفرمان له مخې ددغه ولايت په کچه دترورستي پيښو دشهيدانو له کورنيو او ټپيانو سره شوې ده . دپکتيا ولايت مرستيال جمعه محمد ځدران باختر اژانس ته وويل د هر شهيد له کورنۍ سره دسلو زرو افغانيو اوله هر ټپي سره د پنځوسو زرو افغانيو نغدي مرسته وشوه .