کابل باختر دزمري دمياشتې ٨ :
د پکتيا ولايت مقامات ډاډ ورکوي چې د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو به په ډير لنډ ممکن وخت کې د دغه ولايت د جانې خيلو ولسوالۍ له وسله والو طالبانو څخه په بشپړه توګه بېرته ونيسي .
د پکتيا د والي وياند عبدالله حضرت د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په ډير لنډممکن وخت کې به د جاني خيلو د ولسوالۍ اداره د دولتي ځواکونو لاسته ورشي .
ده وويل: د هغو سيمو د بېرته نيولو لپاره چې په تاکتيکي ډول دملکي وګړو دسر د زيان د مخنيوې په مخاطر ورڅخه په شاتګ شوى دى، عمليات دوام لري.
دکورنيو چارو زارت مقاماتو هم د جاني خيلو په ولسوالۍ کې د پراخو پوځي عملياتو د ترسره کولو لارښوونه کړې ده.
په هغې خبرپاڼه کې چې په دې اړوند د کورنيو چارو وزارت له لارې خپره شوې ده، د کورنيو چارو د وزير له خولې ويلي شوي دي چې بايد د عملياتوپه په بهيرکې له بشپړ دقت څخه کار واخيستل شي چې خلکو ته زيان ونه رسيږي.
1 1 دقیقه لوستل