ورزش

په بغلان کې دفوټبال سيالۍ پيل شوې

کابل / د لړم ٦مه / باختر :
دسولې او دوستې په نامه  دفوټبال سيالۍ نن سهار په پلخمري ښارکې پيل شوې.
دپلخمري ښاروالۍ دخبري څانګې مسوول  صديق الله شينواري باختراژانس ته وويل    چې دغه سيالۍ  په هېواد کې  دسولې دبهير  دهرکلې په مقصد دورزشي آمريت په      همکارۍ  دپلخمري ښار دهلکانو دفوټبال دټيمونو ترمنځ  پيل شوې دي.
شينواري زياته کړه چې دغه سيالۍ درې ورځې دوام کوي.
پاى ج   ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته