ورزش

دکابل دکرکټ ټيم دقندهار ټيم ته ماتې ورکړ .

کابل باختر دثور نهمه
په جلال اباد ښار کې دکرکټ دولايتي ټيمونو سياليو پرون دکابل او قندها ر  دټيمونو ترمنځ لوبې سره دوام وکړ .
دکرکټ بورد دخپرونو مسوول فريدهوټک باختراژانس ته وويل، په دې لوبه کې لومړي دکابل ټيم لوبه پيل کړه او مقابل ټيم ته يې دري سوه دوه څلويښتو  منډو هدف وټاکه چې دقندهار ټيم ونه کړاي  شول ټاکلى هدف پوره کړي او ددري سوه ديرشو منډو په  جوړولو او دنهو تنو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره يې ماتې وخوړه .  دهوټک دڅرګندونوله مخې،  دغه سيالى دوه ورځې مخکې د دوه ويشتو ولايتي ټيمونو په ګډون په جلال اباد ښار کې داتصالاتو ، دملت دبابا او دايلت کپ په نامه پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته