کابل/باختر/ د زمري١٥مه
د پوليسو شپږ سرتېري تېره شپه د جوزجان په منګجګ کې د دوى په اډې د طالبانو د بريد په پايله کې شهيدان شول.
د جوزجان يوې سيمه ييزې سرچينې باختراژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو د منګجګ ولسوالۍ په امنيتي پوستې بريد وکړ چې په پايله کې يې د پوليسو شپږ سرتېري شهيدان او دوه نور ټپيان شول.
ويل کېږي چې په نښته کې طالبانو ته هم د سرزيان اوښتى دى، خو د قيق شمېر يې څرګند نه دى .
د جوزجان يوه امنيتي سرچينه وايي چې يوشمېر پوځيان د جوزجان له مرکز څخه د منګجګ ولسوالۍ د امنيت د تامينولو لپاره ولسوالۍ ته استول شوي دي.
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ