کابل باختر د وږې دمياشتې ١١ :
دملي پوليسو ځواکونو پرون دهېواد په لسو ولايتونو کې دامنيتي فعاليتونو په بهېرکې پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دملي پوليسو ځواکونودغه عمليات د کونړ، بغلان ، تخار ، کندز، فارياب ، سرپل ، قندهار ،لوگر ، غزني او دغور دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوولس تنه ټپيان او درې تنه نور يې دملي پوليسودځواکونوله خوا ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي پوليسو دځواکونو لاسته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ