کابل باختر د وري ٢٥:
دکابل پوليس ددوو لاسي بمونو دغورځولوپه باب چې تيره شپه دعبدالحق په څلور لارې کې ديوتن د وژل کيدو سبب شو تحقيق کوي .
دکورنيو چارو وزارت دوياند ددفتر سرپرست نصرت رحيمي باختراژانس ته وويل چې تيره شپه د اوو بجو په شاوخوا کې په يوه پوځي واسطې دکابل ښار دنهمې ناحيې دعبدالحق په څلور لارې کې ددوو لاسي بمونو په غورځولو سره بريد وشو .
په دې پيښه کې يوتن ووژل شو اوشپږ تنه نور ټپيان شول . چې په ټپيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي .
دپوليسو د نهمې امنيتي حوزې آمر وايي چې په دې باب تحقيقات پيل شوي دي او عاملين به يې ډير ژر وپيژندل شي او وبه نيول شي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل