امنیت

د طالبانو درې تنه قوماندانان په هرات کې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧ نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونوپه عملياتو کې ووژل شول.
په دغو عملياتو کې چې پرون د ګودر سنګ جال، برمکان او د امارت په ساحو کې ترسره شول؛ د وسله والو طالبانو درې قرارګاوې ویجاړې او د تروريستانو يوه زياته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د ډلې د درېيو تنو قوماندانانو له دې جملې څخه په محمدي مشهور د حافظ غوث الدين په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
پاى ذکرالله  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته