امنیت

دماين دچاودنې له امله دملي اردو يو سرتيرى شهيد او درې تنه نور ټپيان شول

کابل- باختر دتلې شپږويشتمه
دبادغيس ولايت دمقر ولايت په مربوطاتو کې په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله دملي اردو يو سرتيرى شهيد او درې تنه نوريي ټپيان شول.
دبادغيس ولايت يوه امنيتي مسول باختر آژانس ته وويل چې دغه پيښه نن سهار ددغه ولايت دمقر ولسوالى په سورګل سيمه کې رامنځته شوه.
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملي اردو ديو شمير سرتيرو موټر له ساحې څخه دتيريدو په حال کې و چې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .خبرځاى زياته کړه چې دملي اردو دپوځيانو دسپرلۍ موټر په دې پيښه کې ويجاړ شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته