کابل، د غوایی ۲۳ مه، باختر
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې وېجاړې کړې دي.
د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په تشکان، شهربزرګ، تګاب، کشم، درایم، وردوج، یاوان، ارګو، یمګان، یفتل او کوهستان ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله ۵ تنه مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي او ورسره ۵۴۵ کورونه، ۴۹ زره مثمرې ونې، ۱۶ زره جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې او ۲ زره څاروي له منځه تللي دي.
مسوولینو له ملي او بین المللي بنسټونو او سازمانونو غوښتي چې له سېلاب ځپلو سره مرستې او همکارۍ ته ور ودانګي او د زیانمنو شویو لاسنیوی وکړي.