کابل باختر دوري دوه ويشتمه :
د ميز پرمخ د تينس يا پينګ پانګ په جوزجان ولايت کې صعودي تګلورى غوره کړى دى.
د باختر آژانس دخبرله مخې :
د پينګ پانګ فدراسيون مسوول مشعل هاشمي وويل چې د هېواد د ميز پرمخ د تينس يا پينګ پانګ د ملي ټيم له پنځوسو لوبغاړو څخه دوه ويشت تنه يې د جوزجان له ولايت څخه دي .
ده زياته کړه: له هغو دووه ويشتو تنو ورزشکارانو څخه چې د هېواد د ملي ټيم په ترکيب کې فعاليت کوي اووه تنه يې نجونې اوپنځلس تنه نور هلکان دي.
د يادونې وړ ده د جوزجان ولايت د تينس ورزشکارانو په هغو سياليوکې چې څه موده مخکې دهېواد دبېلابېلو ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې وې؛ وکولاى شول لومړى مقام وګټي .
0 1 دقیقه لوستل