ټولنه

دمبارکي پيغامونه

کابل باختر د تلي ٢٢ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي، دجمهوري رياست د مرستيالانو، دکابينې د غړو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رييسانو، قاضي القضات، لوى څارنوال او د افغانستان ټول مومن او مسلمان ملت په نامه د نيکمرغه لوى اختر د را رسيدو له امله د ځينو دولتي ادارو او غير دولتي مرکزونو له خوا دمبارکي پيغامونه باخترآژانس ته را رسيدلي دي.
  په پيغامونوکې د لوى اختر ورځې له نفساني تعلقاتو او غوښتنو د لرې کولو او د سرښندنې او ځان تيريدنې ورځې بلل شوې دي او څرګنده شوې ده چې د اسلام دتاريخ په دغو سترو ورځوکې د خداى (ج ) مخلص بنده ګان  دخداى کور ته  په سفر سره دنفس په پاکولو او دګناهونو څخه  دخلاصون په خاطر لاس پورې کوي.  دحق مين بنده ګان په پاکو فطرتونو سره په دغو ورځوکې دبخښنې د هيلې په خاطر دخداى ( ج ) ستر دربار ته  مخه کوي او د الله ( ج ) د دربار ستر بخششونه ترلاسه کوي.
په دغو پيغامونوکې ټينګار شوى دى چې اختر حساس او له مسووليت څخه ډکې شيبې دي چې بايد د بې وزلو، مظلومانو، کونډو او يتيمانو په ياد و اوسو او د شفقت، ترحم او د ورورولي لاسونه د هغوى په لور اوږدکړوچې زموږ دعبادت زياته برخه  بشپړه شي.
دغه راز په دغو پيغامونوکې يوځل بيا دملي وحدت په ټينګښت، دنشه يي توکو ، اداري فساد او د نورو نيمګړتياوو له پديدو سره پر مبارزې ټينګار شوى دى چې د افغانستان داسلامي جمهوريت  برياليتوبونه يې دڅه دپاسه يوې لسيزې په بهير کې اغيزمن کړي دي .
دامريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون په لاسليک کولوکې د افغانستان  د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له شرايطوڅخه بشپړملاتړ شوى دى . او څرګنده شوې ده ددغه تړون په لاسليک کې په هغه څه چې دهيواد جمهور رييس ټينګار کوي؛ زموږ دهيواد اوخلکو دګټې سبب کيږي . 
په پيغامونوکې د دولت له وسله والومخالفينو څخه غوښتل شوي دي چې له جګړې او ورور وژنې څخه لاس واخلي او راشي د نورو هيوادوالو ترڅنګ د افغانستان د امنيت په تامينولو، عامه سوکالۍ  او ودانۍ کې  ونډه واخلي چې زموږ هيواد د سيمې او نړۍ د هيوادونو ترمنځ  زيات اقتدار پت او نيکمرغي ته ورسيږي .
دغه پيغامونه د اطلاعاتو او فرهنګ، دمهاجرينو دراستنولودچارو،  دبهرنيو چارو، دانرژي او اوبو، حج او اوقافو، فوايد عامې، لوړوزده کړو، مخابراتو او د معلوماتي تکنالوژي،  کرنې او اوبو لګولو، سوداګرۍ اوصنايعو  د وزارتونو، لوى څارنوالى،داساسي قانون پر تطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون ،دبدخشان او دلوګر د واليانو، دجمهوري رياست سلاکار وزير او د افغانستان دمتحد اسلامي ګوند د مشر انجنير وحيد الله سباوون،دافغان بيسيم دشرکت مشرتابه هئيت ، دکابل ښار دپوهنې رياست ، دافغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو، د لوګر دخلکو د سراسري شورا، د افغانستان د ترکمنانو د سراسري شورا، د جبارخيلو دقومي شورا د رييس او غړو، د بريښنا موسسې د رياست،  ميوند بانک، د حق او عدالت دګونډ، د صنفي اتحاديو دمرکزي شورا دکارکوونکو دملي اتحاديې، دکابل دچهاردهي دخلکو او منورينو، دملي يو والى د شورا، د احصائيې دمرکزي ادارې په جاپان کې د افغانستان د سفير او دسفارت د کارکوونکو، دچنداولو د پاڅون د سالار دمرکز، دشهيدپهلوان عبدالرزاق هدايت د ورزشي ټولنې، د ستاري ، د سردار محمد داود خان شهيد، ابو القاسم فردوسي او د حاجي عبدالقدير د ليسو، د روغتيايي قوانينو د تطبيق د څيړنې د رياست  ،  د اندراګاندي دماشوم د روغتيا، د ابن سينا دصدري عاجل، د ملالۍ د نسايي او ولادي، استقلال او د انتاني د روغتونونو، دکابل د طبي پوهنتون د استادانو د ټولنې، د افغانستان د ډاکترانو او د روغتيايي کارکوونکو د سراسري اتحاديې د درمان علي سينا او خدمت د خصوصي کلينکونو او د باران دخصوصي  روغتيايي علومو له خوا  را رسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته