کابل/ باختر دثور نولسمه :
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي د پروان ولايت په مرکزي دارالعلوم تروريستي بريد چې د دغه ولايت د عالمانو شورا د رييس مولوي عبدالرحيم شاه حنفي د شهادت او د يوشمېر طالب العلمانوچې د ديني علومو په زده کړې بوخت وو د ټپي کيدو سبب شو، په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده.
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر په دې اړوند د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي دي:
پخواني جمهور رييس دغه عمل د اسلام او د افغانستان د دښمنانو کار او له ټولو اسلامي او بشري لارښوونو او اصولو سره په تضادکې وباله او زياته يې کړه: د افغانستان دښمنانو د دغه نه بخښوونکي عمل په ترسره کولوسره يوځل بيا ثابته کړه چې په هيڅ نامه په ديني او انساني ارزښتونو پابند نه دي او خپلو کرغيړنو موخو ته د رسيدو لپاره له هر انتخاب څخه استفاده کوي.
حامدکرزي د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه شهيد مولوي عبدالرحيم شاه حنفي ته د فردوس جنت، د ده پاتې کسانو او دوستانو ته د جميل صبر او ټپيانو ته د بيا روغتيا هيله کوي .
1 1 دقیقه لوستل