کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠ :
د ملي پوليسو ځواکونو څلور تنه وسله وال غله د هلمند ولايت په مربوطاتو کې ونيول .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په نيول شويو کسانو تور لګول شوى دى چې له څه مودې را په دې خوا يې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په وسله والې غلا لاس پورې کاوه چې دپوليسو له خوا له دوو کلاشينکوفونو او يو موټر سره ونيول شول.
3 د یوې دقیقې څخه لږ