ورزش

په هرات کې دفوټسال سيالۍ پيل شوې .

کابل باختر دتلي شپږمه :
په هرات  کې دځوانانو دفوټسال دټيمونو سيالي  نن په هرات ښار کې پيليږي .
دهرات ولايت دورزشي  امريت مرستيال ضيا الحق  ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو سياليو کې چې دهرات ښار دسولې په جمنازيوم کې ترسره کيږي   په څلور ګروپونو کې اته ويشت ټيمونه ګډون کوي .
دده دڅرګندونوله مخې  څلور ټيمونه ددغوسياليو پيل کوونکي دي چې نهضت دشهيد نقيب او پيام له ثار سره لوبې کوي .
ضيا زياته کړه چې دهرات ولايت دځوانانو دفوټسال دټيمونو سيالي هره ورځ  په دوو لوبو سره دوام مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته