سیاست

اجرائيه رئيس دبدخشان دکران او منجان ولسوالۍ له مخوروسره وکتل

 کابل باختر دزمري دمياشتې  ٢٠ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکترعبدعبدالله پرون دبدخشان ولايت دکران او منجان ولسوالۍ  له يوشمير  قومي مخورو او مشرانو سره وکتل  او دهغوى ستونزې يې واوريدې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر  ورکړ .، دوى دبدخشان  ولايت له مرکزسره  ددغې ولسوالۍ دمواصلاتي لارې تړل والي له خپلو اصلي  ستونزو څخه وبلل  او دملي وحدت د حکومت  له مشرتابه څخه يې وغوښتل چې دغې ولسوالۍ ته زياته پاملرنه وکړي.
دکران  او منجان دولسواليو مخورو  په  همدې حال کې  د لاجوردو دايستلو دبندالي او دهغه په سود اګرۍ انتقاد وکړ اوله  حکومت څخه يې  وغوښتل  چې ددغه کان دايستلودبيا  پيلولو ته پاملرنه وکړي.
دوى دغه راز ددغې و لسوالۍ    اوپه تيره بيا دلا جوردو  دکان دامنيت دتامينولو  لپاره ديوې لوا  جوړول ضروري وبلل او دسيمه ييزو پوليسو او  وګړنيو  پاڅون کوونکو پاڅون کوونکو  په  چوکاټ کې  يې ددغې ولسوالۍ  له خلکو  څخه ددولت دزيات ملاتړ غوښتنه وکړه.
ددوى دڅرګندونوله مخې،  په هغه صورت کې چې  له ناامنو ولايتونو او سيمو سره د ګاونډيتوب په دليل ددغې ولسوالۍ امنيت له چلنج سره مخامخ شي خطرناکې پايلې به ولري.
دپنجشيرانجمن  د واټ  جوړول له اجرائيه رئيس څخه دکران اومنجان ولسوالۍ دمشرانو بله غوښتنه  وه  چې ددوى دڅرګندونوله مخې ، ددوى د ژوندانه په حالت کې به مهم او اغيزمن رول ولري .
ډاکتر عبدالله عبدالله   ددغې ولسوالۍ دخلکو دپيوستون   او يووالي دټينګښت اوساتنې اوله دولت څخه ددوى دهميشنۍ ملاتړ له امله دقدرداني په ترڅ کې   ډاډ ورکړ  چې  دامنيت  دتامينولو ، دلاجوردو دکان دبيا فعاليت دپيل اود هغوى دژوندانه دښه والي په لاره کې به لازم اقدام وشي.=
ديوبل خبرله مخې ؛  دافغانستان داسلامي  جمهوريت  اجرائيه رئيس  ډاکتر عبدالله عبدالله  پرون دافغانستان  دمتحد نسل دټولنيز بنسټ له غړو  سره په سپيدار  ماڼۍ کې  وکتل .
دغو ځوانانو په داسې حال کې  چې په زياتو ولايتونو کې دخپلو ټولنيزو  فعاليتونو کې دخپلو ټولنيزو  فعاليتونو يادونه وکړه او  په دولتي ادارو کې له ځوانانو  څخه په دولتي ادارو   اوهغوى ته دتحصيلي فرصتونو دبرابرولو په لاره کې دحکومت دجدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
دهيواد اجرائيه رئيس   له قومي اوسيمه ييزو مسئلو څخه دتيريدو اوخلکو ته دخدمت  په لاره کې ددوى دتصميم لپاره ددوى دغه اقدام وستايه اوهغوى ته يې ډاډ ورکړ چې ددوى  دستونزو دلرې کولو په خاطر له دوى سره مرسته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته