امنیت

په زابل کې په طالبانو مرګاني هوايي او ځمکني بريدونه وشول .

کابل / دثور ١٥مه /باختر :
په زابل کې  په وسله  والو طالبانو دهېواد دهوايي اوځمکنيو ځواکونو په نويو بريدونوکې  ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه بريدونه تېره شپه له هغه وروسته  ترسره شول  چې  طالبانو  قلات ښار ته څيرمه په دوو سيمو کې  په راټوليدوسره  غوښتل په څوامنيتي پوستو يرغل وکړي .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلي دي  چې په دې  هوايي اوځمکنيو بريدونوکې  دطالبانو دډلې ددوو سيمه ييزو قوماندانانوپه ګډون   ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول .
طالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ديوبل خبرله مخې ،  پوليسو  دزابل  له ګڼ مېشتولارو څخه د    ١١ ماينونو په کشفولو سره  ديولړچاودنو مخه ونيوله .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته